ایکنانیوز د حسینی مقدس آستان د اطلاع رسونې د مرکز له قوله راپور راکړ، د حسینی مقدس آستان د دارالقرآن مرکزد قرآن کریم د تلاؤت د ټيلیویژني نړیوالو سیالیو په لومړني پړاؤ کې دریم مقام ترلاسه کړ. د دارالقرآن د قرآني رسندويي مرکز مسئول کرار الشمري په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د حسنی مقدس آستان دارالقرآن د ؛ ورټل ؛ نومې قرآني نړیوالو سیالیو په لومړني پړاؤ کې دریم مقام ترلاسه کړی دی.
دغه سیالۍ د روژې دمبارکې میاشتې په شپو ورځو کې د الثقلین سپوږمکیز چینل څخه خپریدلې .
الشمري زایته کړې ده ، د قرآن د حفظ د ملی پلان محصیل او له دارالقرآن سره داړونده شیخ مفید مدرسې یو استاذ منتظر رعد د سیالیو له درو مرحلو تیریدا وروسته چې د ۳۱ هیوادونو د ۲۴۰ ګډون کونکو په شتون سره ترسره شوې ، ددغو سیالیو دریم مقام ترلاسه کړ چې ددغه آستان لپاره یو بل ویاړ دی.
https://iqna.ir/fa/news/4209927/